کډوالو په چارو کې د م.م. د عالي کمشنرۍ مشر ويلي چې پر اوکراين د روسیې بريد بايد د دې باعث نه شي چې نړۍ افغانستان له ياده وباسي. هغه خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د وګړو بشري اړتياو ته نه پاملرنه به ډېره خطرناکه وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر د سه شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی، څو افغانانو ته ډاډ ورکړي چي د اوکراين پر جګړې سربيره چي له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته په اروپا کي دغه شان انساني ناورين نه وو ليدل سوی، دوی هېر شوي نه دي.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو کمېشنر فيليپو ګراندي پيغام د افغانانو له پاره ډېر اړين وو، ځکه دغه هيواد له هغه وخت راهيسي چي طالبان پکښې واک ته رسېدلي دي په ژور فقر کي ډوب دی.
تیر کال نړۍ وليدل چې په يوار له افغانستان څخه د ډېرو ځوانانو د وتلو پرمهال په کابل کي ځينو ځوانانو د پرواز په حالت کي په الوتکو پسې ځانونه ځوړند کړي ول چي ځيني يې راولوېدل او مړه شول. او اوس بيا هېښه پاته نړیواله ټولنه د دې شاهده ده چې له اوکراین څخه د مهاجرو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی دی.
ګراندي د سې شنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې د خپل سفر په جریان کې هغه حیران شو. هغه وویل پرمختګ شوی وو، حتی که د نړیوالو د پام راګرځولو له پاره هم وې. خو هغه یاده کړه چې په افغانستان کې بحران ژور دی. د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي وه چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس په سلو کې ۹۶ سلنه یې کافي خواړه نه لري.
ګراندي په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او مخکي له دې چې د پنجشنې په ورځ بيرته له افغانستان څخه ولاړ شي پتېيلې ده چې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته هم سفر وکړي. هغه ويلي دي چې د تيرکال په سپتمبر مياشت کي افغانستان ته د خپل وروستي سفر راهيسي یې پرمختګ لیدلی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر فيليپو ګراندي وویل چې طالب مشران پر جوړښت او پراختیایې سیستم کار کوې او پر هغو ستراتیژیانو یې کار پیل کړی دی چې څه ډول کولی سې تودو مسلو ته د حل لاره ومومي او د جنګ لوری بدل کړې.
0 Comments