د بالیووډ د نڅا ملکې مادھوري دکشت په یوه مرکه کې د خپلو ملګرو اداکارانو شاه رخ خان او سلمان خان په اړه په زړه پورې څرګندونې کړې دي.

مادهوري د فبرورۍ په ۲۵مه د ویب سیریز (دي فیم ګیم) له لارې په نیټ فلیکس ډیبیو کوي. نوموړې د خپل ویب سیریز د اعلان پر مهال په یوه مرکه کې د شاه رخ خان او سلمان خان په اړه پورې څرګندونې کړي.

د مرکې پر مهال کوربه له مادهوري پوښتنه وشوه چې که شاه رخ خان او سلمان خان اداکاران نه وای، نو هغه به کوم مسلک سره تړلي و؟ مادهوري دکشت ورته په ځواب کې وویل، زه فکر کوم که سلمان خان اداکار نه وای، نو سندرغاړی به وای او هغه اوس هم سندرې وايي.

اداکارې وویل، چې سلمان خان به د بدن جوړونې په مسلکي و او بیا یې وخندل او ویې ویل چې هغه له پخوا د بدن جوړونې په برخه کې کار کوي. مادهوري دکشت زیاته کړه، که سلمان اداکار نه وای، نو انځورګر به و، خو بیا یې هم وخندل او ویې ویل، چې هغه د اداکارۍ ترڅنګ نقاشي هم کوي.

کله چې د شاه رخ خان په اړه ترې ورته پوښتنه وشوه، نو مادھوري سمدلاسه په ځواب کې وویل، که شاه رخ خان اداکار نه وای نو بیا به سوداګر وای او بیا یې وخندل او ویې ویل چې شاه رخ خان د اداکارس ترڅنګ کاروبار هم کوي.