د مشهورو هنرمندانو همشکل خلک وخت نا وخت په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره کېږي او بیا د خلکو پام خپلوي، په ځانګړې توګه د هنرمند یا اداکار د مینه والو له خوا او دا وخت د هغه همشکل لپاره هم ډېر ښه ځکه وي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې تعقیبوونکي زیات شي.

تاسې به ډېر خلک لیدلي وي، چې د مشهورو هنرمندانو ته بېخي ورته څېرې لیرې، خو اوس تازه د مشهورې اداکارې، موډلې او نڅاګرې نورا فاتحي یو همشکل هلک راپېدا شوی دی، چې عکسونه یې ډېر لاس په لاس کېږي.

دغه هلک که چ


ېرته هلک نه وای، نو ښايي له نورا فاتحي سره یې پېژندل هم ګران وای، خو اوس هم که د دوی دواړو عکسونو ته وګورئ، نو بېخي یو شان او ورته څېرې لري.

د نورا فاتحي د دغه همشکل هلک ویډیو یو کس په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده، چې لومړی د دغه هلک عکس خپروي او همدا راز د نورا فاتحي عکس هم ورسره ښکاره کوي، چې بېخي سره ورته دي.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې بیا د شاه رخ خان، عالیه بټ، ایشوریه رای، سلمان خان او نورو ډېرو هنرمندانو د همشکلانو عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.